ښوونه او روزنه

بې وزلو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوه .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه
  هغو ماشومانو ته چې دشبرغان ښار په واټونوکې په شاقه کارونو بوخت و ، دزده کړې زمينه برابره شوه .
يوې جوزجاني ميرمنې رخسار رسا په شبرغان ښار کې ديو روزنيز مرکز په جوړولو سره په وړيا ډول په ټولو امکاناتو سره يې شلو بې وزلو او کارګرو ماشومانو ته دزده کړې زمينه برابره کړه .
  رخسار رسا باختراژانس ته وويل چې دغه روزنيز مرکز دنورو کارګرو ماشومانو  دجذبولو لپاره  چې له ښوونځي  څخه پاتې دي او اقتصادي توان يې نه لري .  په مشخصو وختونوکې په هلوځلو سره دزده  کړې زمينه برابره کړې  ده .دې زياته کړه چې ددغه پروګرام دترسره کولو دليل د بشر دوستي حس او هغو کارګرو کورنيو او ماشومانو ته درناوى دى  چې شاقه کارونه ترسره کړي او دخپلو کورنيو ډوډۍ راوړونکي بلل شوي دي .
يوشمير ماشومان چې دغه مرکز ته راغلي دي  وايي چې له زده کړې سره مينه لري چې په راتلوونکې کې وزير ، والي ، ډاکتر او ښوونکي شي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته