امنیت

په کابل کې د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دکابل ښار د ارزان قيمت په سيمه کې نن سهار د يوې چاودنې له امله څلورتنه پوځيان ټپيان شول .
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزى وايي چې دغه پيښه د يو ماين د چاودنې زيږنده وه.
ده په دې پيښه کې د څلورو تنو پوځيانو ټپي کيدل تاييدوي.
په دې باب زيات جزييات نه دي ورکړل شوي.
د نن سهار چاودنه په داسې حال کې کيږي چې د کابل ښار د ارزان قيمت سيمه پخوا هم د دغه شان تروريستي پيښو ډګر و چې په يوه پيښه کې د دولت دوه تنه کارکوونکي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته