امنیت

د طالبانو د هدفمندو وژنو دوه تنه تروريستان ونيول شول

٢٥- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
دوه تنه وسله وال طالبان چې ويل کېږي په غور کې هدفمندو وژنو ته ګومارل شوې وو ، د افغان ځواکونوله خوا ونيول شول.
ملا نور الدين او ملا محمد رحيم تېره شپه د فيروزکوه ښار د خارستان په نامه کلي څخه د عملياتو په بهير کې ونيول شول.
د غور يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه په دغه ولايت کې د طالبانو ډلې د هدفمندو وژنو په خاطر ګومارل شوي و.
په نيول شويوکسانو د لسګونوپوځي افسرانو او سيمه ييزو مسوولينو د وژلو تور لګول شوى دى.
له نيول شويو کسانو څخه دوه ماينونه ، دوه سپکې وسلې او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته