سیاست

مبارز راشدي له نشه يي توکو سره دمبارزې وزارت منسوبينو ته معرفي شو .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
له نشه يي توکو سره دمبارزې د وزارت سرپرست او کانديد دين محمد مبارز راشدي نن ددغه وزارت منسوبينو ته وروپيژندل شو .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په دغه وزارت کې جوړه شوې وه د فوايد عامې  وزير،  په پارلمان دخلکو يو شمير استازو،  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
او له نشه يي توکو سره  د مبارزې د  وزارت معينانو او  رييسانو او  يو شمير منسوبينو ګډون کړى وو .
په پيل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت معين محمد ابراهيم ازهر خبرې وکړې او له مبارز  راشدي سره يې د دغه وزارت دمنسوبينو همکارۍ څرګنده کړه .
وروسته د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د  د ارلانشا د  لوي رياست  مرستيال سيد ولي سلطان دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د وزارت دسرپرست او کانديد په توګه د مبارز راشدي دټاکنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي حکم  ولوست.
دفوايد عامې وزير نجيب الله اوژن  له نشه يي توکو سره مبارزې ته  اشاره وکړه      او  ويې ويل چې دغه مبارزه  به اوږده  او له ستونزو سره مخامخه وي.
وروسته مبارز راشدي خبرې وکړې او ويې ويل :  مهمې ستونزې يعنې  ډار اچونه
او نشه يي توکي زموږ دخلکو په وړاندې پراستې دى او يو دبل ملاتړ کوي او هغوى ګواښوي چې دخلکو حکومت او دنړيوالې ټولنې مبارزې ته جدي اړتيا لري .
راشدي زياته کړه :  له بده مرغه زموږ هيواد دنشه يي توکو دکرکيلي توليد او قاچاقو توله  امله يو بدنام هيواد دى خو ګټه يې نورو  ته  رسيږي.
که چيرې پارلمان ده  ته دباور رايه ورکړي له ملي او نړيوالو شريکانو سره به دنشه يي توکو له کرکيلي، روږديتوب او قاچاقو سره سخته مبارزه  وکړي.
ده وويل : د  په طمه کولو، د ژمنې په ورکولو او د هيلې په کولو سره کار پرمخ
نه ځي  په دغه پست کې دټاکنې په صورت کې په دې برخه کې زيات عملي طرحې لرم .
مبارز راشدي مخکې له دې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين په توګه دنده  ترسره کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته