روغتیا

د خان چهارباغ د روغتيايي کلينيک ودانۍ د هند په مرسته جوړه شوه

ميمنه باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د فارياب ولايت د خان چهارباغ ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک نوې ودانۍ         پرون  کټې اخيستې ته وسپارل شوه.
د فارياب د والي وياند جاويد باختر آژانس ته وويل چې د خان چهارباغ ولسوالۍ د روغتيايي کلينيک نوې ودانۍ د دغې ولسوالۍ د ولسوال  او د ولايتي شورا د غړو له خوا له پرانستلو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ده وويل: دغه ودانۍ ١٤ خونې او ضروري ملحقات لري چې د هندوستان په مرسته د دوه سوه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د يوبل خبرله مخې:
د خان چهارباغ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د خان چهارباغ ولسوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د پروګرام  له لارې د ٢٦ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
پاى ج ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته