امنیت

په زابل کې د شپږو تنوطالبانو نيول کيدل

کابل باختر د کب لسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په زابل ولايت کې د جلا جلا عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
دغه عمليات د وسله والوطالبانوله شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصدد زابل ولايت د ارغنداب، داى چوپان او د نوبهارد ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شوي و.
دزابل ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني باخترآژانس ته وويل چې له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه چې په دغوعملياتوکې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته