کابل / دوري ۱۴مه/ باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د ننګرهار یو امنیتی خبرځاي باخترآژانس ته وویل چې د ننګرهارامنیتي ګډ کمیسیون، د دفاع، کورنیوچارو وزارت او د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په مرکز د شیخ مصري په سیمه کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په بهیر کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
خبرځای زیاتوي په دې عملیاتو کې دوه هایلکس موټرونه، دوه تومانچې ،۴چره یې ټوپک او یو دوربین امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
اکرم