ټولنه

په چين کې د توفان د قربانيانو د شمېر زياتوالى

بيجنګ/ بي بي سي/باختر/ د زمري ٢١مه 
په چين کې د لکيما توپان له امله د وژل شويوکسانو شمېر ٣٢ تنو ته لوړ شوى دى او ١٦ تنه نورهم ترې تم اعلام شوي دي.
په تېرو دوو ورځوکې سخت توپان او اورښت په ژجيانګ ولايت کې د پنځو ميليونو تنو ژوند له ستونزو سره مخ کړي دي او څه دپاسه يو ميليون تنه خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.
د ځمکې ښوييدنه او د سيلاو راوتل د دې سبب شوي دي چې د سر ډېر دروند زيان  په ونژو ښارکې ورسېږي.
د چين په ژجيانګ ايالت کې توپان ٣٤ زره کورونه زيانمن کړي دي. ددغه ولايت د استوګنې کورونو او کروندو ته د اوښتو زيانونو کچه دوه ميليارده ډالره اټکل شوې ده.
ختم- ف- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته