ښوونه او روزنه

خبرتيا

-کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
دازبکستان هېواد دليسانس ددورې دتحصيلي بورسونو خبرتيا
  په کابل کې دازبکستان سفارت د ٢٠٢٠  او ٢٠٢١ کلونولپاره په بېلابېلو څانګو کې دلوړو زده کړو وزارت ته ددغه هېواد د ٥٠ تحصيلي بورسونو دورکړې خبرورکړى دى .
دغه بورسونه پخوا دهېواد دپوهنتونونو په شرايطو برابرو محصلانو لپاره ځانګړي شوي و .
  لکه څنګه چې ولېدل شول  يوشمېر دغه محصلان  تراوسه پورې له دغو بورسونو څخه ګټې اخستنې ته حاضر شوي نه دي له دې امله دغه بورسونه دلاندې شرطونو په پام کې نيولو سره په ازاد ډول اعلامېږي .
  غوښتونکي له  ١٣٩٥  څخه تر ١٣٩٨ کلونو پورې ددولسموټولګيو فارغان وي ، دنمرو فيصدي يې له ٧٠ سلنې  څخه لوړه وي ، تعليمي سندونه ، دفراغت سند اودتابعيت تذکره ولري .
په شرايطو برابر مينه وال چې په دغو بورسونو کې  دنوم ليکنې  غوښتونکي وي کولاى شي دروان کال دمرغومي  تر  ٣٠ پورې دنوم ليکنې او دسندونو دسپارلو په مقصد دلوړو زده کړو وزارت دمننودڅانګې  ٢١ غرفې ته مراجعه وکړي.
  دغه راز نوماندان مکلف دي خپل ځان په ويب ساپت (sms.mohe.gov.af
هم ثبت کړي په هغه صورت کې چې دغوښتونکو شمېر له موجودو بورسونو  څخه زيات شي دښوونځي ددرې کلنو لوړو نمرو دفيصدي په پام کې  نيولو سره به انتخاب شي .
غوښتونکي  کولاى شي دزياتو معلوماتو لپاره دلوړو  زده کړو  وزارت ويب سايت (    /https://mohe.gov.af         مراجعه وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته