ورزش

دکابل دليک برترسياليو دوام و کړ .

کابل -باختر دثور پنځلسمه
دکابل ښار دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر پردوو لوبو سره دوام و کړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر اژانس ته وويل: په دغو سياليو کې لو مړى دارين اوسباوون ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برا بره پاى ته ورسيده .
دغه راز په بله لوبه کې دسري مياشتې ټيم د يوې په مقا بل کې په دوو سره د کابل دځوانانو پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو کې د١٤ ټيمونو ترمنځ دالمپيک دملي کميټې په ورزشي ډګر کې پيل شوي دي چې په دوام يې تر اوسه پورې له الف ګروپ څخه استقلال او فيروزي ټيمونو او له بى ګروپ څخه دسري مياشتې ټيم ددغو سياليو را تلوونکي پړاوته لاره وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته