سیاست

تبصره

کابل باختر د مرغومي شلمه :
داساسي قانون  دنمانځنې اوونۍ کيداى شي  داساسي قانون او دنورو قوانينو دتبليغ او ترويج لپاره زمينه او فرصت وي چې خلک په ښه توګه اوزيات په قوانينو پوه شي چې قانون  محوري اوثبات زموږ  ټولنې ته لاره پيداکړي .
دباختراژانس مبصر ليکي:
کال په کال دمرغومي دمياشتې له څوارلسمې نيټې څخه تر يو ويشتمې نيټې پورې په هېواد کې داساسي قانون داوونۍ په توګه نمانځل کيږي .
دقوانينو دمور په توګه اساسي قانون په هېواد کې په داسې حال کې نمانځل کيږي چې له قانون څخه سرغړونه په هېواد کې په يوه نه کنترول وړ بهير  بدل شوى دى او دغه حالت دومره پيچلى دى چې مخنيوى  يې يو سخت او آن ناشونى کار بريښي .
  افغانستان هغه هېواد چې ډير ښه قوانين لري او دقوانينو دلرلو په لحاظ  بډاى هېواد دى خو دغو قوانينو دخپل تطبيق ځاى نه دى پيداکړى او تل دبدلونونو قرباني شوي دي .
ستونزه په دې کې ده چې  دودونه او عنعنات ، زور زياتى ، قبيله سالاري او په پاى کې ناوړه دودونه ددې سبب شوي دي  چې قانون  په ټولنه کې خپل ځاى پيدانه کړي او يواځې  ديوه دود په توګه پاتې شي .
افغانستان دهغو ټولنو له جملې څخه دى چې خلک  يې په تيرو وختونوکې دزياتو ناخوالو او ګډوډيو سره چې په عمده توګه له قانون څخه دتيښتې او له قانون  سره ددښمنۍ زيږنده دي ، مخامخ و او له بده مرغه  هغه ناخوالې او بدلونو چې په تيرو څلورو لسيزو کې په هېواد کې رامنځته شول قانون محوري خپل ځاى له قانون څخه په تيښتې بدل کړ.
ددغې ستونزې حل کول او له دغې ناوړې پديدې سره  مبارزه يواځې ژمنې او مقاومت ته اړتيا لري داسې ژمنه او مقاومت چې بايد دنظام او خاوندانو او اداره کوونکو څخه راپور ته شي  او دخلکو ترمنځ قوت پيداکړي .
  په زياترو بحثونو کې  په هېواد کې له قانون څخه دسرغړونې دعلتونو او څرنګوالي په برخه کې، له دغې پديدې  سره دمقابلې په موخه دنورو ټولنيزوستونزو په شان دهغو دعلتونواو عواملو دجرړو په پيداکولو باندې ټينګار کيږي. په داسې حال کې چې  دقانون محورى او دقانون دساتنې په باب خبرې دعيني واقعيتونو پربنسټ تکيه لري  او که چيرې موږ بيا هم دهغو دعلتونو او عواملو دجرړو په پيداکولو وخت تيرکړو، په حقيقت کې ځان غولوو ځکه له قانون څخه دسرغړونې  عوامل او علتونه او داچې ولې قانون  په ټولنه  کې خپل ځاى نه پيداکوي، جوته ده چې په دې باب پيچلتيا تيرو وختونو ته يون دى .
  دلته ديوې قانونمندې  ټولنې دجوړولو لپاره مخاطبان يواځې خلک  نه دي بلکې دولتي چارواکي ، قانون جوړونکي او هغه کسان چې دقانون دساتنې  دنده لري،  له  خلکو څخه  زيات بايد په هيواد کې  دقانون دتطبيق د زمينې برابرولو ته متوجه واوسي او دغه کسان بايد  په لومړي ګام کې په خپله قانون ته اطاعت وکړي او اصلاحات  او قانون مننه له ځان څخه پيل کړي او وروسته دې خلکو ته دقانون منلو او دقانون محوري لارښوونه وکړي .
داټکۍ  بايد هير نه کړو تر هغه وخته پورې چې خپلې کړنې ، خبرې او چال چلند له قانون  سره سم عيار نه کړو، ځان او خپل کار داساسي قانون له محور او ضوابطو سره همغږي نه کړو، بايد ددې هيله ونه لرو چې اساسي قانون دقوانينو دمور په توګه او نور قوانين له ګډوډۍ  او ناخوالو څخه وژغورو .
داساسي قانون اوونۍ نمانځو او هغه دنورو قوانينو دتبليغ لپاره زمينه او فرصت بولو او په دې ټينګار کوو چې دټولنې ټول قشرونه په تيره بيا په ښوونځيو کې دښوونکو ، په جوماتونو اوتکيه خانو کې دملا امامانو  او درسنيو دکارکوونکو په ګډون اغيزمن کسان دقانون تبليغ  خپله يوه  هېوادنۍ وجيبه وبولي او هغه تبليغ  کړي چې خلک دقانون  په ښيګڼو پوه شي. ځکه هره هغه پيښه چې په هېواد کې رامنځته کيږي، په عمده توګه دقانون دپوهاوي زيږنده دي. که چيرې رسنۍ،  ښوونځي، منبرونه او په ټوليزه توګه ټولنه په قانون دپوهاوي  لپاره فعاله شي، له شک پرته به په ټولنه کې دجرم او جنايت کچه  ټيټه شي . په دې ترڅ کې  لازمه ده  چې له فرصت  څخه  په استفادې سره  داساسي قانون داوونۍ  دنمانځنې په نامه  دعدلي نظام او دقضايي دستګاه داصلاح په باب هم فکر وکړو. ځکه تر هغه  وخته پورې  چې په عدلي دستګاه او په قضايه قوې دخلکو باور پياوړى نه شي، له قانون څخه دسرغړونې  او له قانون څخه دتيښتې تګلورى به دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته