امنیت

په هرات کې د روژې په مبارکه مياشت کې جدي امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مسوولينو د روژې په مبارکه مياشت کې د جوماتونو او تکيه خانو د ښه امنيت د تامينولو لپاره د جدي تدبيرونو د نيولو خبر ورکړ.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وويل چې د هرات ولايت پوليسو د روژې په مبارکه مياشت کې د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت د تامينولو لپاره جدي امنيتي تدبيرونه نيولي دي .
وليزاده هيله کوي چې په دې مبارکه مياشت کې د هرات خلک د ناوړو امنيتي پېښو  شاهدان و نه اوسي او خپل عبادتونه د امنيت په فضا کې ترسره کړي.
ده له خلکو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې د ښه امنيت د تامينولو په خاطر له امنيتي ځواکونوسره جدي همکاري وکړي.
ده ټينګار وکړ چې د هرات خلک هر راز مشکوک موارد ډير ژر له پوليسو سره شريک کړي چې د ناوړو  او زړه بوږنوونکو پېښو مخه ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په جوماتونو او مقدسه اماکنو په پرله پسې ډول د جاهلو او مزدورو کسانو له خوا بريدونه شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته