امنیت

په هرات کې په مرګ د ګواښ او باج اخستنې په تور د يوه سړي نيول کيدل

کابل باختر د لړم  لسمه :
په هرات ولايت کې يو سړى په مرګ د ګواښولو او په غير قانوني ډول د پيسو د اخېستلو د اقدام په تور  د پوليسو له خوا ونيول شو .
دغه سړى چې د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى، غوښتل يې چې د ګواښولو له لارې د هرات ښار له يوه اوسيدونکي څخه يو ميليون  افغانۍ واخلي چې د هرات د امنيه قوماندان پاسوال امين الله امرخيل په جدي لارښوونې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د مديريت د څارنې او نيونې د آمريت د پرسونل په له خوا ونيول شو .
ده په لومړنيو تحقيقاتوکې د خلکو د ګواښولو او په غير قانوني ډول د پيسو د اخېستلو د اقدم په جرم اعتراف کړى دى .
نيول شوى سړى د زياتو تحقيقاتو او پوښتنو په مقصد د پوليسو تر څارنې لاندې دى .
د هرات امنيه قوماندانۍ د دغه ولايت له ټولو خلکو څخه غواړي چې دغه شان قضيې دې په محرم ډول له دغې قوماندانۍ سره شريکې کړي چې جدي او پر وخت اقدامات ترسره شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته