کابل باختر د لړم لسمه :
په ارزګان ولايت کې نن د نښتو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړه د دهراوود ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د افغان پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
د ارزګان ولايت يوه امنيتي مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ