امنیت

نهه ويشت تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې١٣ نيټه :
په ننګرهارولايت کې  د داعشيانوپه سنګرونو دپوځيانو له خوا ناڅاپي بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ په دې بريدونو کې  نهه ويشت تنه کورني او بهرني  ډار اچوونکي ووژل  شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي  په دغو بريدونو کې له وسلو او مهماتو سره يې  د داعشيانو  څو سنګرونه هم دړې وړې شوي دي.
په دغو ډاراچوونکو  له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دننګرهارولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي.
دهېواد په ختيځ کې  دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ چې په دې بريدونو کې  نهه ويشت تنه  کورني اوبهرني داعشيان ووژل شول   او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
ده وويل ؛ په دغو داعشيانو دهسکې مينې ، اچين ، دوربابا ، کوټ  او دروداتوپه ولسواليو کې بريدونه وشول.
دوى وايي چې ددوى بريدونه به دهېواد له ختيځ څخه دداعش دټغر تر ټولولو پورې دوام وکړي.
پوځي مقامات وايي  ډاراچوونکي  دپاکستان داستخباراتو دسازمان په مستقيم ملاتړ دډيورند دکرښې له لارې افغانستان ته راځي او په ډاراچوونکو بريدونولاس پورې کوي.
ديوبل خبرله  مخې ؛  امنيتي ځواکونو نن سهار دننګرهار ولايت  له ګڼ ميشتولارو  څخه څلور ماينونه کشف اوشنډکړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ديوبل خبرله  مخې ؛ پوځيانو په ننګرهارولايت کې دوسلو او مهماتو دڅلورو  ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شول.
له دغو ډيپوګانو څخه  چې دخوږياڼيو ،. هسکې مينې او د  غني خيلو  له ولسواليو څخه کشف شوي دي  يوشمير سپکې اودرندې وسلې هم ترلاسه شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته