کابل_ باختر دثور دريمه :
دافغانستان دبهرنيو چارووزيرډاکترزلمي رسول اودکروشيا جمهوريت دصدراعظم لومړي مرستيال او دبهرنيو چارو وزير ويسناپوسي په مزارشريف کې د قابله ګې ديو مرکز دجوړولو په باب تفاهم ليک لاسليک کړ .
دبهرنيو چارووزارت داطلاعاتو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه تفاهم ليک نن په بروکسل کې دناټوپه مقر کې دناټواو دايساف دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو دغونډې تر څنګ لاسليک شو .
دغه مرکز چې ټاکل شوې ده له افغانستان سره دکروشيا دپرمختيايي مرستو له جملې څخه دڅلور سوه زروامريکايي ډالرو په ټول لګښت جوړ شي د ميندودڅارنې کچه لوړوي اودميندو او ماشومانو دمړينې شمير کموي او دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو سره به له يوشمير افغان ميندو اوماشومانو سره مرسته وکړي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ