کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢٧ :
ټاکل شوې ده دلومړي ځل لپاره په هرات ولايت کې دکوچيانو ددرملنې په مقصد دوه ثابت او ګرځنده مرکزونه په فعاليت پيل وکړي .
د درملنې دغه مرکزونه چې په پرمختللو طبي تجهيزاتو اوامکاناتو سمبال دي له
روغتيايي کارکوونکوسره به دناروغو کوچيانودرملنه وکړي.
دکوچيانو د چارو دسمون آمر محمد عارف اسحق زايي باخترآژانس ته وويل : ددغو روغتيايي ټيمونو په ترکيب کې يو ډاکتر ، يوه روغتياپاله ، واکسيناتور او سوپر وايزر شامل دي .
دغه ټيمونه به دکوچيانو دچارو دسمون دآمريت دپلان له مخې کوچي ميشتو سيمو ته واستول شي .
له دې سره جوخت ويل کيږي چې دغه ټيمونه به په کوچي ميشتوسيمو کې دوه سوه څلويښت تنه روغتيايي کارکوونکي و روزي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ