اقتصاد

دکانونو او پتروليم رياست ته ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دفارياب ولايت دکانونو او پتروليم  رياست دنوې  ودانۍ دجوړولو کار پرون پيل  شو .
دفارياب ولايت دکانونو او پتروليم رييس انجنير سيد بهرام الدين دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي  ډول په راتلونکو نهو مياتو کې جوړيږي چې لس اداري خونې ، ميلمستون ، دانګر ډيوالونه او دڅښاک داوبو ژوره څاه پکې په پام کې نيول شوې ده .
  يوه اړونده  خبرځاى وويل دغه ودانۍ دکانونو او پتروليم  دوزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددولسو مليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته