امنیت

په غور کې دلسو تنو وسله والو طالبانو نيول او وژل کيدل .

کابل باختر دثور پنځه ويشتمه :
په غور ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه جګړې پرون دچارسدې ولسوالۍ په بازار کې دطالبانو دپراخ بريد په بهير کې پيل شوې او دشپې تر ناوخته پورې دوام وکړ .
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام مصطفي  محسني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول .
دپوليسو دغه مقام  وايي چې يرغلګرو په چارسدې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له مقاومت وروسته وتښتيدل .
ويل کيږي ددغو نښتو په بهير کې ديرغلګرو په لسګونو موټرسايکلونه دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
خوپه چارسدې ولسوالۍ کې يوسيمه ئيز مشر وايي چې طالبان همدا اوس دچارسدې ولسوالۍ په  ځينوسيمو کې شتون لري او په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو اويرغلګرو ترمنځ نښتې دغه راز دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته