امنیت

نهه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل / دوږي ٢مه / باختر:
نهه وسله وال طالبان پرون په غزني کې پر پوځيانو د بريد په وخت کې ووژل شول او د دوى بريد له ماتې سره مخ شو .
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول ايمل  مومند نن باختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ په ليوني بازار او عسکرکوټ  ساحو کې د پوځيانو پر پوستو بريد وکړ چې د پوځيانو له سخت غبرګون سره مخ شول
مومند زياته کړه چې په دې پېښه کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول
ايمل مومند وويل په دې پېښه کې دوه  پوځيان  سربيرن ټپيان شول .
ختم_شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته