امنیت

يو سلو ديرشو تنو افسرانو، ساتمنانو او سرتېرو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل – باختر دليندۍ اوومه:
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
د قاضيانو دمحافظت د قطعې د قوماندانۍ يو سلو ديرشو تنو افسرانو، ساټنمنانو او سرتېرو د مسلکي زده کړې له يوې دورې وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغو مراسمو کې چې د دغه کورس د فارغارنو د فراغت د سندونو د ويشلو له امله پرځاى شوى وو، دکورنيو چارو وزارت د تروريزم پرخلاف د مبارزې لوى رييس، مل پاسوال عبدالجميل کوهستاني، د قانون د تنفيذى په څانګه کې د امريکا د سفارت مرستيال او دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د محکمې رييس ګډون کړي و.
دکورنيو چارو وزارت د تروريزم پرخلاف د مبارزې د قاضيانو دمحافظت، دپوليسو دمسلکي کولو په لوره کې ددغه شان کورسونو جوړول اغيزمن وبلل او وې ويل:
ددغه کورس فارغان اوس کولاى شي د هيواد د محکمو د تالارونو بشپړ امنيت تامين کړي او له هغوى څخه هيله کيږي چې له خپلو مسلکي زده کړو څخه په استفادې سره، د محکمو د امنيت د تامينولو او خلکو ته د خدمت په لاره کې له صداقت څخه کار واخلي او د خلکو د بارو د ترلاسه کولو لپاره له هيڅ رازهلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې د امريکا د سفارت مرستيال، د افغانستان له ملى پوليسو سره په خپلو مرستو ټينګار وکړ او وې ويل: ملي پوليس د هرې ورځې په تيردېدو سره ځواکمن او د زده کړې خاوندکيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته