ټولنه

په وروستى يوه اوونۍ کې په هرات کې دترافيکي پيښو له امله دوه سوه څلور اويا تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کابل باختر دزمري دولسمه : په هرات کې دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې دترافيکي پيښو له امله دوه سوه څلور اويا تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دهرات دحوزوي روغتون دوياند محمد رفيق شيرزي دڅرګندونوله مخې دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې په هرات ښار او اړوندو ولسواليو کې دترافيکي پيښو له امله ٢٧٤ تنه ټپيان شوي او حوزوي روغتون ليږدول شوي او تر درملنې لاندې نيول شوي دي چې له دې جملې څخه دوه تنه وفات شوي دي ده ددغو پيښو دټپيانو دروغتيايي حالت له امله دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې په دغو پيښو کې دټپي ښځو شمير پنځه ويشت تنه او دټپي ماشومانو شمير پنځوس تنه اعلام کړل او ويې ويل چې دترافيکي پيښو له امله زياتره ټپيان نارينه دي چې ددغې موضوع اساسي ستونزه دچلونې په وخت کې دچلوونکو نه پاملرنه اودهغوى له خوا دترافيکي قوانينو نه رعاتيول دي ده دچاودنو ، ډزو ، دچړو دګوزارونو او دوهلو او ډبولو په ګډون دپيښو له امله دټپيانو شمير ٢٧٢ تنه وباله چې له دې جملې څخه اته تنه په چاودنه کې او دوه تنه په ډزو کې وژل شوي دي . ديادونې وړ ده چې په منځني ډول په اوونۍ کې څه دپاسه پنځه سوه تنو ته په هرات کې دترافيکي پيښو ، چاودنو ، ډزو ، دچړو دګوزارونواو دوهلو او ډبولو له امله مرګ ژوبله اوړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته