-کابل/ دوږي ٣مه /باختر
د کرنې اوبو لګولواومالدارى وزارت د روان کال له پيل څخه د هېواد په ٣٤ ولايتونوکې د زعفرانو٩٠٣نمايشي کروندې جوړې کړي دي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ هره نمايشي کرونده په نيم جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده .
دغه راز د روان کال په لومړى نيمايي کې د کابل، غزني، ميدان وردګو، لوګر، باميانو، دايکنډي، بلخ، پکتيا، جوزجان، سرپل، سمنګانو، بغلان، بدخشان ، تخار، فارياب ، کندز، قندهار، کونړ، لغمان، هرات، پکتيکا، روزګان، قندهار، هلمند، فراه، بادغيس، نيمروزاو د زابل په ولايتونوکې په زر هکتاره ځمکه کې د پستې د نويو بڼونو د جوړولو لپاره د پستې تخم ويشل شوى دى.
له بله پلوه د ،غزني، لوګر، د بلخ، پکتيا، جوزجان، سرپل، سمنګانو، بغلان، بدخشان، تخار، فارياب، کندز، ننګرهار، کونړ، لغمان، هرات، پکتيکا، خوست، روزګان، قندهار، هلمند، فراه ،بادغيس او د زابل په ولايتونوکې د پستو د وڼو د پيوندولو کار پيل شوى دى .
په همدې حال کې د کابل، کاپيسا، لوګر، پکتيا، بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندز، ننګرهار،کونړ، لغمان، هرات، خوست او د قندهار په ولايتونوکې د سرې د توليد د٥٠ واحدونو د جوړولوکار د مالي کال ترپاى پورې بشپړېږي.
دغه راز د کرنې اواوبو لګولو وزارت د مرخيړيو دکرکيلې وسايل هم په کابل ولايت کې په اويا ښځو ويشل شوي دي.
ختم] ج _ کرم
0 1 دقیقه لوستل