ټولنه

په هېوادکې د وينې د توييدو په دوام د هرات د خلکو اعتراض

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
په هېوادکې  د وروستيو تروريستي بريدونو او پېښو په اړوند د هرات خلکو هم  د يوه مطبوعاتي کنفرانس په بهيرکې د خپل اعتراض غږ اوچت کړ.
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د پوهنتون استادانو، عالمانو، محصلانو، قومي مشرانو، مخورو او د مدني ټولنې فعالانو په غزني او روزګان ولايتونوکې د تروريستانو له وروستيو ظالمانه او بې رحمانه بريدونه وروسته ګډون وکړ او په دې برخه کې د دولت د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه .
د هرات خلکو د روزګان او غزني د ولايتونو د شهيدانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ په دې اړوند يې يو پريکړه ليک ولوست .
دوى په دې پريکړه ليک کې د خاص روزګان، جاغوريو او مالستان د ولسواليو د خونړيو پېښو په وړاندې د دولت د بې پروايۍ يادونه وکړه او له حکومت څخه يې د دغو خونړيو پېښو د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.
  دغه راز د هرات خلکو په دې پريکړه ليک کې د تروريستانو په وړاندې د دولت  جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دغه پريکړه ليک په يوه برخه کې دغه راز د تروريستانو د پټنځيو د له منځه وړلو، د دغو سيمو د لويو لارو د امنيت د تامينولو، د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د غوڅ سياست د نيولو، له خطر سره د مخامخو سيمو، د سيمه ييزو قوتونو او وګړنيو ځواکونو د سمبالولو او د وروستيو جګړو له مصيبت ځپلو سره د سملاسي مرستو يادونه هم شوې ده .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته