امنیت

دوه تنه شهيدان شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دپوليسو يو افسر او دوګړنيو پاڅون کوونکو يو سرګروپ په فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد هاشم باتور باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه تيره شپه په خواجه سبزپوش کې ديوې لارې په تړلو سره هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې دپوليسو دټولي قوماندان صفى الله او دوګړنيو پاڅون کوونکو سرګروپ شاه مردان شهيدان او دپوليسو يوبل سرتيرى ټپي شو.
دغه راز درې تنه يرغلګر ووژل شول او د دولتي ځواکونو يو ټانک وسوځول شو.
دسيمې يو تن اوسيدونکى وايي دغه جګړه دخلکو او په تيره بيا دښځو او ماشومانو دوارخطايي سبب شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته