کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې دنشه يي توکو دتوليد دوه کارخانې پرون په فراه ولايت کې ويجاړې شوې .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند قاسم قاسمي د باختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو د ډلې دنشه يي توکو دتوليد دوه کارخانې دبالابلوک ولسوالۍ دلالا صوفي په کلي کې دائتلاف دقواوو دبې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو او ويجاړې شوې .
ده وويل چې ددغو دووکارخانو په ويجاړولو سره له زرو کيلوګرامو نشه يي توکو څخه زيات نشه يي توکي له منځه تللي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ