عشق اباد باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کميسيون نن اعلام وکړ چې اوسني جمهور رييس قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د جمهوري رياست په پرونيو انتخاباتو کې په سلوکې نږدې ٩٨ رايې ترلاسه کړې دي او په خپل مقام کې پاتې شو .
د خبري منابعو د خبرله مخې:
په دغو انتخاباتوکې په شرايطو برابر د دري مليونو دوه سوه اته ويشت زرو اته سوه شپږ شپيتو تنوڅخه په سلوکې اته نوې رايې ورکوونکو ګډون کړى و او په دې ترتيب اوسني جمهور رييس د دريم ځل لپاره د نورو اوو کلونو لپاره ددغه هېواد جمهور رييس شو .
په دغو انتخاباتوکې نهو تنو سيالي کوله او د ټولګټو هېوادونو د اتحاديې، د شانګهاى د همکاريو د سازمان او د اروپا د همکارۍ او امنيت د سازمان څارونکو د دغو انتخاباتو د څارنې لپاره بلل شوي وو .
بردي محمدوف په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې د سفر مراد نيازوف چې په ترکمن باشي مشهور و، د ترکمنستان جمهور رييس شو .
0 1 دقیقه لوستل