امنیت

د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ د وسله والو يرغلګرو بريد پاى ته ورسيد

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ د وسله والو يرغلګرو بريد د لسو تنو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيد.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
نن د غرمې په دولسو بجو او ديرشو دقيقو د وسله والو يرغلګرو يوې ډلې د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ چې د کابل د هوايي ډګر واټ ته څېرمه موقعيت لري، بريد وکړ.
لومړى يو ځانمرګى بريد کوونکى د کورنيو چارو وزارت په لومړۍ قرارګاه کې ځانته چاودنه ورکړه ترڅو نورو يرغلګرو ته لاره پرانيزي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وايي چې يرغلګر لس تنه وو چې درې تنه يې ځانمرګي بريدونه ترسره کړل او اووه تنه نور يې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او اوس وضعيت عادي بڼه غوره کړې ده.
ده تاييد کړ چې د کورنيو چارو وزارت پر ودانۍ د وسله والو يرغلګرو په بريد کې يو پوليس شهيد او پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
پاى_وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته