امنیت

د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ټپي شو

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
په مزارشريف ښارکې نن سهار د ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ټپي شو.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې مقناطيسي ماين په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوى او د مزارشريف ښار د ښاري محکمې د رياست ودانۍ ته څېرمه درول شوى و.
د مزارشريف ښار د پنځمې امنيتي حوزې آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه موټر د دغه ولايت د مقر په شل مترى واټن کې هغه وچاوديد چې چلوونکى يې ښارې محکمې ته ننوتى و.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د موټر خاوند د پوليسو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته