اقتصاد

جمهو رئیس غني اندونیزیایي تاجرانو او پانګوالو ته په افغانستان کې شته فرصتونه تشریح کړل

١٤-کابل باختر دوري  اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اندونیزیا د سوداګرۍ خونو او تاجرانو په کوربه توب جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پیل کې د اندونیزیا د سوداګرۍ خونو او صنایعو رئیس جمهور رئیس غني ته ښه راغلاست ووایه او دغې ناستې ته د وینا پرمهال یې د اقتصادي همکاریو او سوداګریزې ودې په برخه کې د جمهور رئیس غني هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
ورپسې د اندونیزیا د صنایعو وزیر جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته د هرکلي پرمهال اندونیزیا ته د جمهور رئیس غني لومړی رسمي سفر د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د هر اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټور وباله.
ده په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پانګونې فرصتونو او ظرفیتونو ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ښه فرصتونه لري او له دغو فرصتونو څخه باید د سوداګرۍ د ودې لپاره د افغانستان د حکومت، تاجرانو او پانګوالو په ګډه همکارۍ ګټه واخیستل شي.
ده وویل، د اندونیزیا حکومت او تاجران غواړي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې داسې ګډه او دوه اړخیزه همکاري ایجاد کړي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ولسونو ته ګټه ورسېږۍ او د هغوی د هوساینې او د ژوند د وضعیت د لا ښه والي لامل شي.
د یادو ویناوالو د څرګندونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس غني د اندونیزیا جمهور رئیس، خلکو او تاجرانو له تود هرکلي او مېلمه پالنې مننه وکړه او همدارنګه یې د سوداګرۍ د ودې، اقتصادي همکاریو، ترانزیت او پانګونې په برخو کې د حکومت هڅې او لاسته راوړنې یادې کړې.
جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه دا ظرفیت لري چې د سیمې هېوادونه سره وصل او سوداګریزه راکړه ورکړه او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي. هغه وویل، مرکزي اسیا د افغانستان له لارې په اسانۍ سره کولای شي چې خپله انرژۍ، ګاز او نور توکي د جنوبي اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.
محمد اشرف غني وویل، حکومت کوښښ کوي چې د ترانزیتي دهلېزونو، لویو لارو او اورګاډي کرښې په جوړولو سره د افغانستان او سیمې د هېوادونو تاجرانو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو دوی وتوانېږي چې خپل مالونه په اسانه د افغانستان له لارې ولېږدوي.
جمهور رئیس وویل، د اورګاډي کرښې په جوړولو سره به چین او ایران د افغانستان له لارې سره ونښلول شي او همدارنګه تاجران کولی شي چې د افغانستان له  لارې له ۵-۷ ورځو پورې خپل مالونه اروپا او نورو هېوادونو ته انتقال کړي.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه په افغانستان کې د کرنیز سکتور، اوبو او انرژۍ، د کانونو د رااېستلو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې په افغانستان کې د پانګونې ګڼ فرصتونه په تفصیل سره د اندونیزیا تاجرانو ته تشریح کړل.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان حکومت به داخلي او بهرنیو پانګوالو او تاجرانو ته د اقتصادي ودې، پانګونې او سوداګرۍ لپاره مهمې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ولسونو تر منځ د اړیکو د ټينګښت او د دوی د ژوند د وضعیت د ښه والي لپاره مهمه بلله.
هغه وویل، څومره چې د هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي، نو همغومره د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې غښتلې او د سیمې او هېوادونو امنیت او ثبات هم ورسره تړل کېږي.
محمد اشرف غني وویل، موږ به د اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ د ودې له لارې د خلکو پام د افغانستان د ناامنۍ او جنګ تصویر څخه د فرصتونو او ظرفیتونو لور ته ور واړو. هغه په ټینګار وویل، موږ به داخلي او بهرني پانګوال او تاجران دې ته وهڅوو چې د منظم پلان او برنامې له مخې د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره ګټه واخلي.
په پای کې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني د اندونیزیا د صنایعو وزیر، د یاد هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو له مسوولینو او همدارنګه د اندونیزیا له تاجرانو او پانګوالو څخه د دغې ناستې د برابرولو او د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې، فرصتونو او ظرفیتونو په اړه د نظرونو د څرګندولو او فعال ګډون له امله مننه وکړه.
دغې ناستې ته جمهور رئیس له وینا وروسته د اندونیزیا د سوداګرۍ خونې غړو او تاجرانو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې دګڼو فرصتونو په شتون خوښي وښوده. د اندونیزیا د صنایعو وزیر وویل، په نږدې راتلونکي کې به کابل ته یو اندونیزیایي پلاوی واستوي چې له افغان لوري سره د پانګونې او سوداګرۍ په اړه له نږدې خبرې وکړي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د اندونیزیا د سوداګرۍ خونې مسوولینو جمهور رئیس غني ته نښان او ډالۍ هم ورکړه. د دغې ناستې له پایته رسېدو وروسته جمهور رئیس او ورسره پلاوي د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونو له لوري په برابره شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته