امنیت

په کابل کې د دهمزنګ دشهيدانو د درناوي او ترحيم مراسم پرځاى شول.

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
په کابل ښارکې شهيد مزاري په واټ کې د جامع الزهرا (س )  په جومات کې  دکابل ښار ددهمزنګ په ساحه کې دروان  کال دزمري دمياشتې ددويمې نيټې دبريد له امله دشهيدانو دمقام  ددرناوي  او فاتحې اخيستلو  دمراسمو دپرځاى کولو په خاطر دتيرې پنجشنبې دورځې  په مازيګر يوه غونډه وشوه .
دباخترآژانس دخبرله مخې : په دغو مراسمو کې چې دشهيدانو دکورنيو له خوا پرځاى شوي و  د جمهوررئيس مرستيال  قانونپوه سروردانش ، داجرائيه  رياست مرستيال  حاجي محمد محقق ، دسياسي ګوندونو استازو او دکابل مشرانو  ګډون کړى و.
دهېواد داجرائيه رئيس  ډاکتر  عبدالله عبدالله  ، د جمهوررئيس پخواني مرستيال او دولسي جرګې  پخواني رئيس محمديونس قانوني ،  دسترې محکمې رئيس  قانونپوه سيديوسف حليم   اولوى څارنوال  محمد فريد حميدي ، داجرائيه  رياست او دعدلي اوقضايي بنسټونو له مسوولينو ، ملي او سياسي شخصيتونو ، دکابينې  او دوزيرانو شورا له غړو  ، دسياسي  ګوندونو او له  جهادي  مشرانو،  د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې    د استازو په ګډون  دملي شورا له غړو ، د کابل د علميه   حوزو  د عالمانو او طالبانو  په ګډون  له سترو وګړنيو ډلو ،  ددولتي او خصوصي پوهنتونونو له استادانو او محصلانو ،  له فرهنګي او ټولنيزو سازمانونو ،ددولتي ادارو له مسوولينو، دښوونځيو او د روزنيزو مرکزونو له ښوونکو او زده کوونکو ، ځوانانو،ښځو او دخصوصي موسسو له کارکوونکو ، مشرانو او دټولنې  دبيلابيلو قشرونو دقومونو له مشرانو او مخورو سره  ګډون کړى و  او دقرآن عظيم الشان د ختم په ترڅ کې يې  دروان کال دزمري دمياشتې د دويمې نيټې دشهيدانو کورنيو ته    ددعا لاسونه پورته کړل .
په دغو مراسمو کې برخه والو  د کابل ښار دشهيدانو په چوک کې دروان کال د زمري دمياشتې د دويمې نيټې دخونړۍ پيښې له  امله دافغانستان شهيدپال ملت  او  دشهيدانو  معظمو کورنيو او ددغو مراسمو  تنظيموونکو ته د ډاډ ګيرنې مراتب  څرګند کړل او دشهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه،.
برخه والو ددغې خونړۍ پيښې د غندلو په ترڅ کې دشهيدانو کورنيو ته دحکومت دزياتې پاملرنې  ، دټپيانو ددرملنې لپاره   دبيړني اقدام  او ددغې پيښې  د هر اړخيزې څيړنې او تحقيق غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته