کابل باختردکب دويمه :
دکابل پوليسو د يوې جنايتکارې ډلې دوه تنه غړې دکابل ښار دخيرخانې په ساحه کې ونيول .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصيرمجاهد دباختراژانس خبريال ته وويل: يوه جنايتکاره ډله چې د وړمې شپې په نهو بجو او ديرشو دقيقو دکابل ښار دخيرخانې مينې يوه سوپرمارکيت ته ننوته او اويا زره افغانۍ نغدې پيسې او د موبايل يوه اندازه کريدت کارتونه يې له ځان سره يوړل، خو دکابل دپوليسو په هڅو او هاند سره د دغې ډلې دوه تنه غړي له يوې تومانچې سره د قلعه نجارانو په ساحه کې ونيول شول.
داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې دغه جنايتکاره ډله د خيرخانې په ساحه کې دغلا په يوشمېر پيښو کې لاس لري .
هغوى په خپل جرم اعتراف کړى دى او د سيمې شپږو تنو نورو اوسيدونکو هم دکابل ولايت امنيې قوماندانۍ ته په عارض کيدو سره په دغې جنايتکارې ډلې دخپلو وسايطو او دوکانونو دغلا او لوټونې تور ولګاوه .
دغه راز دکابل د پوليسو موظفينو په يوبل اقدام کې څلور تنه دکابل ښار د لومړۍ، درېيمې او اوومې ناحيې په مربوطاتو کې دنشه يي توکو دپلورنې په وخت کې ونيول .
دغه راز دکابل پوليسو درې تنه ديوه تکسي موتر چلوونکي د وژنې په تور د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول .
د بصير مجاهد د څرګندونوله مخې؛ دغو کسانو دوه ورځې مخکې يوتکسي موټر چلوونکى چې د کابل اوسيدونکى او اته ويشت کلن و، دکابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې وژلى و او د هغه موتر يې له ځان سره وړى و چې وروسته دکابل ښار د شپږمې ناحيې د چهارقلعه په ساحه کې ونيول شول .
دمقتول مړى او د هغه موټر يې کورنۍ ته سپارل شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم