سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍاو ډاډګيرنې پيغام

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍاو ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم  چې دلوګرولايت يو پخوانۍ مجاهد اوقومي مشر تورن امان الله دورپيښې ناروغي له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړي دي .انالله وانااليه راجعون
ارواښاد تورن امان الله  دهيواد دکورنيو چارو وزارت په بيلابيلو  څانګو کې کار وکړ  بيا يې دمجاهدينو  ملګرتيا وکړه او مجاهد شو    وروسته تر دې يې دخلکو ديو اجتماعي مصلح په توګه په قومي او اجتماعي جرګو کې برخه  اخيسته  او دخلکو خدمت يې کاوه  . دده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دلوګرولايت  خلکو ته وړاندې کوم  .
الله تعالى دې  دى وبخښي اوکورنۍ  ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته