امنیت

شپږ تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.

 

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٦ :

دکندز ولايت شپږتنه سيمه ييز پوليسان په يوه تروريستي پيښه کې دخپلو همکارانو له خوا شهيدان شول.

دغو سرتيرو چې دکندز ددشت ارچي اودتخار ولايت دخواجه غار دولسواليو ترمنځ په يوه پوسته کې موظف وو  دخپل يو همکار له خوا لومړي مسموم  او وروسته ووژل شول.

دتخار ولايت دخواجه غارولسوال ملاعمر باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې شپږتنه سيمه ييز پوليسان  شهيدان شول.

 دخواجه غار ولسوال وايي ښايي يرغلګر سرتيري له وسله والو طالبانوسره لاس ولري .

په همدې حال کې دغه يرغلګر سرتيري دخپلو همکارانو له شهيدانولو وروسته تښتدلى دى.

 سيمه ييز مقامات وايي چې دده دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته