سیاست

دثبات يواځنۍ لاره دسيمه ئيزو همکاريو دوام دى .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصير احمد انديشه  په واشنګتن کې د افغانستان دسياسي او امنيتي حالت په باب خبرې وکړې .
ده په هغه ګردي ميز کې چې دفکر دټولنې دڅيړونکو او مطرحو څيرو،حکومتي اشخاصو او دامريکايي پوهانو اوڅيړونکو په ګډون په واشنګتن دي سي کې  دملي بنسټ په مقر کې جوړه شوې وه دافغانستان داوسني سياسي او امنيتي حالت او دغه راز دسيمې او نړيوالې ټولنې دنږدى کولو په لاره کې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دستراتيژي  په باب  معلومات وړاندې کړل .
ډاکتر انديشه  دافغانستان دحکومت مهم اوستر پرمختګونه اولاس ته راوړنې بيان کړې او په هېواد کې دروانو امنيتي چلنجونو اوګواښونو په باره کې يې رڼا واچوله او ويې ويل چې دسيمه ئيزو سياليو اوسياستونو پيچلتيا ته په پاملرنې سره  دافغانستان دټيکاو او پراختيا لپاره يواځنۍ لاره دسيمه ئيزو همکاريو دوام او په زياترو مهمو مسئلو کې چې سيمه ورسره مخامخه ده دونډوالو ترمنځ واجده اجماع  او موافقه ده .
ددغې غوڼډې په پاى کې برخه والو داړوندو موضوعګانو اومسئلو په باب خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل اوطرحه شويو پوښتنو ته يې  ځواب ووايه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته