امنیت

درې تنه دغلاپه تور ونيول شول

ننګرهار باختردکب دمياشتې ٣ :

دننګرهار ولايت پوليسو ددغه ولايت په مرکز کې دغلا په تور ددريو تنو دنيولو خبرورکړ.

دننګرهار  ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغو دريو تنو دبهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې درې موټرسايکلونه غلا کړي  وو چې دپوليسو له  خوا ونيول شول.

په يوه بله پيښه کې دننګرهار ولايت دملي امنيت موظفينو يوه اندازه مهمات او چاوديدونکې توکې کشف اوضبط کړل.

دننګرهار ولايت امنيتي مقامات وايي په دغو توکو کې دتوغندي شل ماينوننه اودوسايطو ضدماينونه شته چې دبهسودو ولسوالۍ دسراچه علي خان په سيمه کې دډاياک دپروګرام چارواکو ته وسپارل شول.

ديوبل خبرله مخې پوليسو دوسايطو ضد يو ماين چې دبهسودو ولسوالۍ په واټ کې ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډکړ  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته