ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ديرې پخواشينۍ سره خبر شوم چې د هيواد يوپخوانى طبيب ډاکتر محمد امين نظري د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد محمد امين نظري د هيوادله لومړنيوتعليم يافته ډاکترانوڅخه و. کلونه کلونه يې د افغانستان خلکو ته له دې لارې خدمتونه وکړل. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د قندهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته