فرهنګ

يوشمير معلولينو خپلې ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير سره طرحه کړې .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن  له يوشمير معلولينوسره  په کتنه کې  دهغوى ستونزې  او غوښتنې واوريدې ..
دباختراژانس دخبر له مخې ،  په دې کتنه کې دافغانستان  دمعلوليت لرونکو اشخاصو دپرمختيايي شورا رييس  اسد الله کاموي او ددغې شورا مرستيال  صبريې اندړ دنورو په استازيتوب  دمعلولينو يولړ ستونزې  بيان کړې او ويې ويل : چې  دمعلولينو  دحقوقو او امتيازونو دقانون د٢٢ مادې  او دوزيرانو شورا د١٣٨٣ کال دثور دمياشتې دنهمې ګڼې مصوبې له مخې چې  په ټولو دولتي ادارو کې دې  په سلوکې څه ناڅه درې ونډه  معلولينو ته  په پام کې ونيول شي ، له دې امله  داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه  غواړو چې  څه ناڅه  يو زده کړې خاوند معلول په دغه وزارت کې  وټاکي .
دغه راز دوى  داطلاعاتو او فرهنګ له وزير څخه وغوښتل  چې دمعلولينو دحقوقو دپوهاوي په اړوند  خلکو ته  درسنيو له لارې  دتصويري  رسنيو له لارې په اشاره يي  ژبې  دپروګرامونوبيا فعاليت او معلولينو ته دزمينودبرابرولو په برخه کې  همکاري وکړي  چې وکولى شي  درسنيو له لارې  خپلې نظريې بيان کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني  ددغومعلولينو دغوښتنواو ستونزو له اوريدو وروسته  ، معلولين دټولنې مستحق قشر وباله  اوزياته يې کړه چې دغه وزارت  دامکان ترپولې پورې  په دغو برخو کې  دهغوى دستونزوپه له منځه وړلو کې هڅه او هاند کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته