دشبرغان ښار باختردکب دمياشتې١٨ نيټه :
درې ته په جوزجان ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول.
دغو کسانو نن غوښتل ٤٥٠ کيلوګرامه نشه يي توکي يوه نامعلوم ځاى ته وليږدوي خو دشبرغان ښار د پلټنې په پوسته کې ونيول شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال فقيرمحمدجوزجاني باخترآژانس ته
وويل ؛چې نيول شويو کسانو د نشه يي توکو کڅوړې په ډير مهارت سره د اوربشو اوغنموپه بوريو کې ځاى پرځاى کړې وي.
ده وويل ؛ نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې د نشه يي توکو د قاچاقو په لسګونو پيښو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى.
د وړاندې شويو شميرنو له مخې ؛ د جوزجان ولايت دامنيتي مامورانو له خوا د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې پنځوس تنه دڅه دپاسه زرو کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په تور نيول شوي دي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل