امنیت

په افغانستان کې دناټو ديوه سرتيرى وژل کيدل

کابل – باختر دلړم شلمه
دناټو يو سرتيرې په افغانستان کې دوسله والو طالبانودبريد له امله  ووژل شو.
دغه سرتيرې چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى پرون مازيګر دافغانستان په ختيځ کې کله چې په ګزمې بوخت و دوسله والو طالبآنو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دخپل دغه سرتيرې وژل کيدل تاييد کړل خو ددغه سرتيرې هويت او دپيښې دقيق ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.
پرون هم دافغانستان په جنوب کې په ورته پيښه کې دناټو يوسرتيرې ووژل شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته