امنیت

دغور د بنديانو اعتصاب دوام لري.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د غور د جيل دپنځه ويشتو تنو بنديانو اعتصاب دپنځمې ورځې لپاره دوام لري.
دغور بنديانو چې له پنځو ورځو راپه دې خوا په اعتصاب لاس پورې کړى دى وايي  که چيرې غوښتنې يې  پوره نه شي خپل اعتصاب ته  به دوام ورکړي  .
دغه بنديان  وايي چې  دوسيې يې په  خپل وخت نه څيړل کيږي او دجمهور رييس دبخښنې له فرامانونو څخه يې هم  ګټه نه ده  اخستې.
خو د غور دجيل آمر زلمي دلاور وايي چې  د دوي دوسيې په خپل وخت څيړل کيږي او دى  دبنديانو د بند  په موده کې دتخفيف واک نه لري.
دغور دجيل آمر وويل :  د روان کال په بهير کې  درې پنځوس تنه بنديان د جمهور
رييس دفرمان له مخې له جيل څخه آزاد شوې دي او د شپږو ښځو په ګډون يوسلو
نهه پنځوس تنه نور بنديان د غور په جيل کې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته