سیاست

جمهور رئیس غني د پروان د عالمانو شورا غړو سره وکتل

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پروان ولایت ته په سفر کې تير ماښام د پروان د عالمانو شورا غړو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په چاریکار ښار کې ترسره شوه، د پروان د عالمانو شورا رئیس محمد جاوید حنفي او د پروان عیدګاه جومات خطیب مولوي عبدالعزیز د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې  د عیدګاه جومات جوړولو، د امام ابوحنیفه علمي مرکز د ایجاد، د پروان د جوماتونو د امامانو د تشکیل د زیاتوالي، د پروان د عالمانو شورا ریاست او د دارالعلوم د ودانیو د جوړولو او اسلامي هېوادونو ته د علمي او فرهنګي سفرونو د برابرولو او عالمانو ته د بورسونو د ورکړې په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، تاسو دیني عالمان د خلکو او حکومت همکار او د شریعت په لاره روان یاست او عدالت غواړئ.
د هېواد جمهور رئیس په پروان کې د جامع جومات د جوړولو په هکله د هغوی وړاندیز ته په اشارې وویل، حکومت جامع جومات جوړوي او یو منزل یې باید ښځینه لمونځ کوونکو ته ځانګړی شي. هغه زیاته کړه، ۲۰ جوماتونه په هغو ولایتونو کې جوړېږي چې جامع جومات نه لري.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د امام ابوحنیفه علمي مرکز هم جوړېږي او د امام اعظم (رح) شخصیت دوه ورځنی کنفرانس په پروان او ارګ کې جوړېږي.
پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته