امنیت

په ميدان وردګو کې د درېيو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱۳مه
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په ميدان وردګو ولايت کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ځانګړو ځواکونو د عملياتو قول اردو د رسنيو مسوول عبدالغفارنورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ د چينو په کلي کې د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
نورستاني زياته کړه: په دغو عملياتو کې يو وسله وال طالب له پنځو مبايل ټيلفونونو  او د تابعيت له شپږو تذکرو سره ونيول شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته