ټولنه

اجرائیه رئیس د IOM له عمومي مشر سره پر افغان کډوالو خبري وکړې

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارې IOM له عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي له افغانستان څخه بهر د افغان کډوالو پر حالت،‌په تيره بيا له اروپايي او ګاونډيو هیوادونو څخه د بیا راستنېدونکو افغانانو پر راتګ او بیا ځآی پر ځای کېدني خبري وسوې.
اجرائیه رئیس وویل، چي د افغان کډوالو بیا راستنېدنه باید د هغوی په خوښه اوبه پتمن وي او د کډوالۍ اړوندي ټولي ادارې د دغه هدف لپاره د افغان حکومت د پلان او فعالیت ملاتړي سي.
هغه زیاته کړه، چي افغان حکومت د بیا راستنېدونکو افغانانو لپاره په هیواد کې داستوګنځي، روغتیا، تعلیم او نورو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کي یو لړ کارونه کړي او لا هم دوام ورکوي.
ده له ای او ایم او نورو ادارو څخه هم وغوښتل، چي بیا راستنېدونکو سره لازمه مرسته وکړي او له کوربه هیوادونو سره کار وکړي، چې په زوره افغان کډوال له خپلي خاوري ونه باسي.
د IOM عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ بیا راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه سوو ته د پاملرني په برخه کي د افغان حکومت هڅي وستایلې او د خپل دوامدار ملاتړ ډاډ ئې ورکړ.
ده زیاته کړه، چي اداره ئې خپلو همکاریو او فعالیتونو ته ژمنه ده او هیله لري، چي د افغان حکومت د اړوندو وزارتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د کورنیو بې ځایه سوو وضعیت ته د رسېدني او له هیواد دباندي د مهاجرو افغانانو لپاره د پاسپورټ او قانوني اسنادو د صدور پر موضوع هم خبري وسوې.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته