کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٠ مه
د ملي اردو شپږ تنه سرتيري پرون د ماينونو د چاودنې په جلاجلا پيښوکې شهيدان شول .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو شپږ تنه سرتيري د هېواد په څو ولايتونو کې دامنيتي دندو د ترسره کولو په بهېرکې دماينونو دچاودنې په جلا جلا پيښوکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت د دغو سرتيرو شهادت تائيدکړخو دپيښې سيمه يې مشخصه نه کړه .
دغه راز د هېوا په بېلابېلو سيموکې د وسايطو ضد ١٢٧ ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
د يوبل خبرله مخې : درې تنه ماين ښخوونکي کله يې چې غوښتل د وسايطو ضد يو ماين دپکتيکا ولايت په مربوطاتو کې ښخ کړي؛ د ملي اردو د ځواکونو له خوا له ماينونو او يوې اندازې وسلو سره ونيول شول.
0 1 دقیقه لوستل