سیاست

د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې پیغام
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د سعودي عربستان د مکې مکرمې په
سپيڅلي ښار کې د کرینګ د رالویدلو په پېښه کې د نړۍ او افغانستان یوشمیر
حج کوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د دغه خبر په اوریدو سره سخت خواشینی شوی یم اوپه دې اړه د خپلې ژورې
خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د شهیدانو او ټپیانوله کورنیو سره شریک کوم .
په دې باور لرم چې دارنګه پېښې د الله تعالي له جانبه کله کله واقع کیږي
، دنړۍ او افغانستان خلک باید په دې ډير اندیښمن اوبې صبره نه شي ځکه چې
په دارنګه پيښو کې د الله تعالی جل جلاله حکمتونه نغښتي .
د څښتن تعالی جل جلاله له دربارڅخه شهیدانوته دفردوس جنت ، ټپیانوته
عاجلې شفا، کورنیو او خپلوانو ته يې د جمیل صبر غوښتنه.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته