نړۍ

په کويټه کې د طالبانو په يوه روزنيز مرکزکې چاودنې د دريو تنو پاکستاني جنرالانو په ګډون يوولس تنه ووژل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د پاکستان په کويټې ښارکې د طالبانو په يوه روزنيز کمپ کې د چاودنې له امله يوولس تنه وژل شوي دي چې د پاکستان د اردو څو تنه افسران ، د کويټې د رهبرۍ شورا څو تنه غړي او طالبان پکې شامل دي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دغه چاودنه څو ورځې مخکې د کويټې ښار په نوي کلي کې د طالبانو په يوه ورزنيز کمپ کې شوې ده. خو پاکستاني مقاماتو او مسوولينو دغه پيښه تر اوسه پورې پټه ساتلې او په رسنيوکې د هغې د خبر د خپريدو مخه يې نيولې ده .
په هغه ځاى کې چې چاودنه پکې شوې ده؛ د طالبانو يو ستر روزنيز مرکز دى. دغه مرکزپخوا د پاکستان د استخباراتو يوه روزنيز مرکز او ملا محمد عمر له ٢٠٠٩م کال څخه تر ٢٠١١م کال پورې په همدې مرکزکې چې سخت تر څارنې لاندې و، ساتل کيده. ځنې کسان په دې باور دي چې ملا محمد عمر په همدغو کلونوکې په دغه مرکز کې نظر بند و.
د پوځي او امنيتي مسايلو کارپوه جاويدکوهستاني چې د پاکستان او طالبانو پرمختياوې تعقيبوي، تاييد کړه چې د پاکستان د کويټې ښار په نوي کلي کې د طالبانو په يوه روزنيز مرکزکې دغه شان چاودنه شوې ده چې له امله يې د پاکستان د پوځي استخباراتو د دستګاه درې تنه کرنيلان ، د طالبانو درې تنه جګپوړي غړي او د دغې ډلې پنځه تنه نور غړي چې د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره چمتو کيدل، وژل شوي دي.
کوهستانى وايي: دا معلومه نه ده چې چاودنه يو پلان کړى شوى عمل و او يا يوه ناڅاپي پيښه؟ ځکه په دې مرکزکې د طالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي او پوځي تجهيزات ساتل کيږي.
خو د پاکستان د (سرخط) ورځپاڼه ليکي چې په دې چاودنه کې د پاکستان د اردو درې تنه جنرالان، د کويټې د رهبرۍ شورا درې تنه جګپوړي غړي او پنځه تنه ځانمرګي يرغلګر وژل شوي او د پاکستاني پوځيانو په ګډون دوه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي چې ديو شمېرکسانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
چاودنه د چاوديدونکو توکو په يوه زيرمه کې شوې ده او د طالبانو د رهبرۍ ترمنځ د سختو اختلافونو شتون هغه هم دقدرت دترلاسه کولو پرسر کيداى شي ددغه شان پيښې عامل وي.
دغې ورځپاڼې ليکلي دي چې تر اوسه پورې پاکستاني مقاماتو په دې باب د نظرله څرګندونو څخه ډډه کړې ده او دغه راز هلې ځلې يې کړې دي چې په رسنيو کې د دغه خبر د خپريدو مخه ونيسي.
دغې ورځپاڼې ويلي دي: د وسله والو طالبانو د ډلې هغه جګپوړي غړي او لوړ رتبه افسران چې په دې پيښه کې ټپيان شوي دي ، نا معلوم ځاى ته ليږدول شوي او نور د کويټې – سى –اچ-ام روغتون ته ليږدول شوي دي.
دغه روغتون دپاکستاني پوځيانو دى .
په هغه کمپ کې چې چاودنه شوې ده؛ په معمولي توګه د کويټې شورا د غړو غونډې پکې جوړيدې؛ خو له دغې چاودنې وروسته د دغې شورا غونډې نه دي جوړې شوې او دا کار د دې څرګندوى دى چې د دغې شورا غړي زيانمن شوي دي.
تر اوسه پورې لويديځو مطبوعاتو او پاکستاني رسنيو دا معلومات نه دي ترلاسه کړي چې د کويټې شورا کوم غړي په دې چاودنه کې وژل شوي دي؟  ښايي د دوى د مرګ ژوبلې خبر د ملا محمد عمر د مړينې د خبر په شان څو مياشتې وروسته او يا هم څو کاله وروسته د ناروغۍ او يا د کومې بلې پيښې له امله تاييد شي.
دا چې دغه چاودنه څه ډول رامنځته شوې ده او څوک يې عامل دي؟ جزييات به يې وروسته معلوم شي.
خو څرګنده خبره دا ده چې د طالبانو د مشرانو د فزيکي حذف پروګرام د کار په لارښودکې ځاى لري چې د داعش د ودې لپاره چې د سيمې د امنيت د ګډوډولو لپاره اصلي پروژه ده، زمينه برابره شي او دغه پروژه به ډير ژرعملي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته