امنیت

په بلخ کې دوه تنه په مجازاتو محکوم شول .

کابل باختر د زمري لسمه : دبلخ داستيناف محکمې پرون دوه تنه په تنفيذي بند محکوم کړل . دبلخ داستيناف محکمې رييس قاضي محمد شريف ناني دباختراژانس خبريال ته وويل چې محکومين هريو احمد دوژنې په جرم او محمد په جولونګ مشهور دلس کلن ماشوم دتښتولو په تور په ١٦ کاله تنفيذي بند محکوم شول . خبرځاى زياته کړه چې محکومين کولاى شي په ټاکلى وخت کې تميز غوښتنه وکړي . ويل کېږي دبلخ استيناف محکمه په داسې حال کې دوه تنه دوژنې او انسان تښتونې په تور محکوم کوي چې په دې وروستيو کې دمزارشريف ښار دجنايي پيښو ډګر دى او ناامني داوسيدونکو دانديښنې سبب شوي دي . ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته