سیاست

تبصره

کابل باخترد کب شپږمه :
  ټاکل شوې وه دامريکا او طالبانو استازي نن له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو اودملګروملتو دسازمان له تور لست څخه دطالبانودمشرانو دنومونو دايستلو په اجندا دقطر په دوحه کې دخپلو خبرو بل پړاو پيل کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي:  دامريکا او دطالبانو ترمنځ دخبرو اترو  پنځم پړاو به دقطر په دوحه  ښارکې   ترسره شي
په طالبانو پورې اړوندو خبرځايونو ويلي دي چې دخبرو اترو  په نوې دوره کې به له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونودوتلو دمهال ويش او دملګروملتو سازمان له تور لست څخه دطالبانو دمشرانو دنومونو دايستلو په باب خبرې وشي خو امريکايي خبرځايونو ويلي دي چې دخبرو په دې پړاو کې به دسولې بهيربه  له يو کلي بحث وي .
  داچې طالبان په کومو خبرو او اجندا سره ددوحې په خبرو کې ګډون وکړي زياتره رسنيزې  خبرې دي خو کله چې دخبرو اترو وخت طرحه کېږي دلته سوله لومړى خبره ده او هغه سوله چې امريکا  يا طالبان دهغې خبره کوي ترسره کول يې دافغانستان ددولت کار دى زياتره مسئلې چې طالبان اويا دافغانستان متحدين هغه دسولې  په بهير کې  طرحه کوي حل کول يې دافغانستان ددولت په نظر پورې تړلى دى  دوى که چيرې  غواړي چې ستونزه  ژر اوپه سمه توګه حل  شي په هرو خبرو کې ددولت داستازى ګډون نه يواځې يوه اړتيا ده بلکې حتمي کار دى طالبان له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو مسئله طرحه کوي اويا هم  دملګروملتو دسازمان له تور لست څخه دخپلو مشرانو دنومونو دايستلو  غوښتنه کوي .
  دا دافغانستان دولت دى چې دمشروع او قانوني دولت په توګه دملګروملتو دسازمان دامنيت له شورا سره دبهرنيو ځواکونودوتلو مسئله طرحه کړي او ياهم د ملګروملتو دسازمان له تور لست څخه د طالبانو دمشرانو دنومونودايستلو وړانديز ددغه سازمان د بنديزونو  کميټې ته وړاندې کړي اويا بله هره موافقه چې  ترسره کېږي په پاى کې دا دافغانستان دولت دى چې په دې برخه کې تصميم نيسي .
  طالبان او هغوى ته نږدې  هېوادونه اويا دافغانستان متحدين که چيرې غواړي چې نور دافغانستان ستونزې زياتې نه شي او دسولې غوټه ژر پرانستل شي او دغه ستونزه هغه وخت حل کيدونکې ده چې دافغانستان دولت چې افغانستان دخلکو دمشروع اوقانوني استازي په توګه دسولې په هرراز خبرو اترو کې ګډون ولري .
له بده مرغه  يوشمير رسنۍ دطالبانو اوامريکا دخبرو اترو مسئله داسې طرحه کوي چې طالبان يو نظام وي اودافغانستان دولت دهغه مخالف چې داکارتحريف شوى او له واقعيت  څخه لرې دى
دافغانستان دولت په روانو قضيو کې يو واقعيت دى او دهغه له شتون پرته بايد دښه والي هيله ونه لرو .
په همدې دليل دى چې دافغانستان مشرتوب  ټينګار کوي هر تصميم چې دهېواد ددولت د استازي   له ګډون پرته ونيول شي اجرايي اړخ او جنبه نه لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته