سیاست

استراليادمهاجرينو په وړاندې سخت مقررات وضع کړى دى.

کابلباختر د اسد٦
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې ټينګاروکړ چې استراليا به له دې وروسته هيڅ غيرقانوني مهاجر ونه مني .
دباختراژانس دخبر له مخې، استراليا دولت له هغه وروسته دمهاجرينو په وړاندې سخت  مقررات وضع کړل چې په وروستيو څو مياشتو کې دايران او افغا نستان په ګډون د بيلا بيلو هيوادونو د مهاجرينو دسپرلي څوبيړۍ داستراليا په اوبو کې ډوبې شوې.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دغه راز په ډاګه کړه چې د استراليا دولت دغيرقانوني مها جرينو دسفر د مخنيوي لپاره نوي پاليسى عملي کوي چې د هغې له مخې دمهاجرينو سندونه په دريمګړي هيواد کې څيړل کيږي استرالياپه اوس وخت کې د نوي ګيناهيواد ددغې موضوع لپاره انتخا ب کړى دى.
ده وويل، په هغه صورت کې چې د مهاجرينو سندونه ومنل شي دوى په دريمګړي هيواد نه په استراليا کې ژوند کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته